د ا.ا ویاند وايي هڅه کېږي چې په هېواد په اساسي قانون کار پيل شي او نوی اساسي قانون د پخواني اساسي قانون ځای ناستی شي. پر هېواد د ا.ا له واکمنېدو د څه باندې یو کال له تېرېدو وروسته، د اساسي قانون برخلیک ناڅرګند دی، خو اوس د ا.ا ویاند وایي، چې په هېواد کې د اساسي قانون پر جوړېدو کار دوام لري او ډېر ژر به بشپړ شي. تر دې وړاندې د ا.ا سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ د ا.ا مشر له والیانو سره په کتنه کې بشري قوانین د نه اعتبار وړ بللي وو. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، چې تر دې وروسته باید په هېواد کې ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ وي. بل خوا د اساسي قانون پر پلې کېدو د څارنې د پخواني کمېسیون رییس په دې باور دی، چې د اساسي قانون په نشتوالي کې به افغانستان له بیلابیلو ستونزو سره مخ شي.