د پاکستان د مخکني صدر اعظم عمران خان مدافع وکیل او ویاند ویلي چې د ټاکنو د کمېسیون د هغې پرېکړې په خلاف يې اقدام کړی چې له مخې یې خان د پنځو کالونو لپاره نشي کولی د هېڅ ډول دولتي ادارې مشري وکړي. د ټاکنو کمېسیون د تېرې جمعې په ورځ وویل چې عمران خان په غیر قانوني توګه دولتي ډالۍ پلورلي او هم یې د صدراعظم په توګه خپله شتمني پټه کړې. عمران خان په داسې حال کې د ټاکنو د کمېسیون د پرېکړې په خلاف اقدام کوي چې ټاکل شوې هغه بله جمعه خپلو پلویانو ته اعلان وکړي چې څه وخت د پایتخت اسلام آباد په لور اوږد لاریون پيل کړي.