د چاپان د بهرنیو چارو وزير وايي چې هېواد يې په افغانستان کې دیپلوماتیک فعالیت له سره پیل کړی دی. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د جاپان د بهرنیو چارو وزير يوشيماسا هاياشي زياته کړې، دغه فعالیتونه به په اوس وخت کې کابل کې د چاپان سفارت کې په محدود ډول ترسره کېږي او په کابل کې د بشپړ دیپلوماتیک ماموریت د پیلولو لپاره تصمیم به د نورو شرايطو په اساس ونیول شي. په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته چاپان خپل سفارت په کابل کې وتاړه او جاپاني ډيپلوماتانو په مؤقت ډول له قطر څخه کار کاوه. تر اوسه پورې اسلامي امارت د هيڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین، روسیې، پاکستان، ایران، قطر، ترکيې او څو نورو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي.