د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي، که حکومت د صنعتکارانو بنسټیزو ستونزو ته پام ونه کړي، دوی نه شي کولی د صنعت په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي. الکوزي وویل، که حکومت د دوی زیربنایي ستونزو په ځانګړې ډول برېښنا ته پاملرنه ونه کړي، دوی نشي کولای له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي. نوموړي دغه راز بانکي ستونزې په هېواد کې د صنعتکارانو او پانګوالو تر ټولو ستره ستونزه وبلله او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه يې د حل غوښتنه وکړه. الکوزي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو په اړه له سره غور وکړي او خوشې یې کړي. په ورته وخت کې د صنایعو د اتحادیې مشر عبدالرحیم فیضان وايي، په هېواد کې شاوخوا ۸۰ خصوصي سکټورونه په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او له دې اړخه افغانستان د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه زياته کړه، هېواد په تېرو څو کلونو کې په صنعتي برخه کې ډېر پرمختګ کړى دى. مګر دا په دې معنی نه ده چې هیواد د صنعت لوړ حد ته رسیدلی دی.