د افغانستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي توماس وېسټ ويلي، امريکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده، خو ټینګار یې کړی، چې واشنگتن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بيا د ترهگرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي. نوموړي ويلي چې امريکا له افغان سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره د دريمگړي هیواد منځګړیتوب ته اړتيا نه لري، بلکي غواړي له هغوی سره نېغ په نېغه په اړيکو کې وي. د هغه په وينا، واشنگټن اوس له کابل سره د باور جوړولو په لور روان دی، خو پرته له شکه، په افغانستان کې د متحده ایالاتو تر ټولو لويه ملي ګټه دا ده چې دا ډاډ ترلاسه شي چې دا هېواد یو ځل بيا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي. د آمریکا ځانگړي استازي دغه راز منلې چې امریکایي چارواکو دوه اونۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره په قطر کې له سرپرست حکومت سره نېغ په نېغه خبرې وکړې. نوموړي ویلي چې په دوحه کې له سرپرست حکومت سره د خبرو پر مهال د ښځو د حقونو، تر منځني ښوونځي پورته د نجونو د زده کړې، د ښځو لپاره د کار حق، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د يو ټول شموله حکومت د جوړولو په ګډون د خبرو اترو عمده مسایل وو.








