د ا.ا ویاند وایي، لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. د ا.ا ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي، یو شمېر اسلامي هېوادونه د ځینو ستونزو او نزاکتونو له امله چې امریکا سره یې لري، لېواله نه دي ا.ا په رسمیت وپېژني. ورته مهال، مجاهد له امریکا او اروپا غواړي چې له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي. نوموړي د امريکا او اروپا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو سياسي او اقتصادي اړيکو غوښتنه کړې ده. مجاهد دغه راز له امريکا او اروپا غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د ا.ا مسوولينو ډاډ ورکړی، چې په هېواد کې امنيتي ستونزې له منځه تللي او نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره مرسته وکړي.