د اروپايي پارلمان یوه غړي مېک والېس په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ناټو او امریکا کړنې تروريستي بللې دي. نوموړي د اروپايي پارلمان یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ناټو او امریکا شل په افغانستان کې په ملکي خلکو بمبارۍ وکړې او ګڼو کسانو ته یې پکې مرګژوبله واړوله. نوموړی د ملګرو ملتونو د یوې سروې په اساس وايي، چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د بمبارۍ په پایله کې د وژل شویو ۴۵ سلنه یې ماشومان دي.