ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم له بحراني حالت سره مخ دی او په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي. دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ تازه په یو ټویټ کې کړې دي. هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د دولس ورځني سفر پر مهال يې له چارواکو، مدني ټولنې، ښځو استازو او نورو خلکو سره لیدنې کتنې کړې دي. بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې لخوا افغانستان ته د ريجارډ بېنېټ د سفر او د هغه د موندنو او څېړنو په اړه يو تفصيلي راپور خپور کړی دی. سرچینې زیاته کړې افغانستان لا هم يوه جدي بحران تجربه کوي، او د دې لپاره چې وضعيت له نورې خرابۍ وژغورل شي، د ټولو خواوو لخوا د بیړنيو اقداماتو اړتیا ده. په راپور کې راغلي، افغانستان ته د بېنېټ په مشرۍ د پلاوي لېږلو موخه داوه، څو له ټولو اړخونو سره له نږدې خبرې وکړي او ساحې هم له نږدې وکتل شي. سرچینه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه ځانگړی راپور ورکوونکی به د خپلو ارزونو پايلې او راپور راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وړاندې او له هغې وروسته به يوه خبري کنفرانس کې هم معلومات شریک کړی.