د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افراطیت او تروریزم سره د مقابلې لپاره د اسلامي هېوادونو لخوا د اعتدال منشور د جوړولو وړاندیز کړی دی. ښاغلي کرزي ویلي چې افغانستان کې له یو شمېر هغو ځایونو پر خلکو، جوماتونو او ښوونځیو بریدونه وشول چې ظاهرا د افغانستان خواخوږي او دوستان معلومېدل او هدف یې دا و چې افغانان په مذهبي جګړو او خپلمنځي نښتو کې ښکېل کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي نړۍ عالمان دې د ورورولۍ او یووالي په اړه فکر وکړي او د تحقق لپاره یې دې اجرايي لارې ومومي.