د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په تیر یو کال کې یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ ۳۵۰ تنو معلولینو ته ویلچرونه هم ویشلي دي. ددغه وزارت مسوولین پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې په دې ناسم اقتصادي وضعیت کې دې د افغان مظلوم ولس په څانګړې توګه د معلولینو سره مرستې وکړي.