نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان ناخالص کورني تودلیدات په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۳۰ تر ۳۴ سلنې منفي وده تجربه کړي ده. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییسه میلنډا ګوډ وايي چې دغه هېواد لاهم له سترو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د نړیوال بانک په دې راپور کې راغلي چې د افغانستان پر بانکونو بندیزونو، پر نړیوالو مالي ورکړو د پام وړ اغېز کړی او خصوصي شرکتونه او مرستندویه بنسټونه اړ دي چې د پیسو لېږد رالېږد په نقدي یا غیرمنظم ډول ترسره کړي.