د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د امنیتي ګواښونو له کبله له افغانستان سره د خپل هېواد پر پوله نور امنیتي تاسیسات هم جوړوي. نوموړي ویلي، له افغانستان سره د تاجکستان پولې اوږدو کې تېرو دوو کلونو کې ۱۷۵ سرحدي تاسیسات چمتو شوي او د ۳۰ نورو ورته تاسیساتو ودانیزې چارې روانې دي. تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري. د تاجکستان ولسمشر زیاته کړې ده له افغانستان سره به یې د هېواد پولې اوږدو کې ۳۰۰ سرحدي تاسیسات جوړ کړل شي.