له لسو څخه ۷ تنه اوکراینیان وايي، د روسې پر وړاندې باید تر هغې جګړه دوام وکړې ترڅو دا جګړه وګټي او له لاسه تللې کریمیا هم بېرته ونیسي. د ګالوپ یوه نظر پوښتنه چې د سپټمبر په لومړیو کې شوې او پایله يې اوس تازه خپره شوه ښيې چې ۷۰ سلنه اوکراینیان غواړي چې دا جګړه تر ګټلو پورې دوام وکړي. دغې نظر پوښتنې ته بیا یوازې د ۲۶ سلنه اوکراینیان ځواب دا و چې اوکراین دې له روسیې سره د خبرو یوه لاره پیدا کړي او ژر تر ژره دې د ا جګړه پاي ته ورسوي. دا نظر پوښتننه په ټول اوکراین کې د سپټمبر له دویمې څخه تر یوولسمې یو څو ورځې وروسته له هغې و شوه چې اوکراینې ځواکونو پر هغو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل او ورسي ځواکونه يې شاتتګ ته اړ کړل چې روسانو ورڅخه د تېرې فبرورۍ په پای کې پر اوکراین د تیري د پیل راهيسې نيولې وې. په دې وروستیو کې روسیې پر اوکراین هوايي او راکټي بریدونه ډېر کړي دي.