متصل په کونړ ولایت کې د اوبو ژرنده لري. دی وایی، چې اوس هم د پلار او نیکه په لاسونو له دې جوړې شوې ژرندې څخه خپله روزي پیدا کوي او د دوی دغه میراث او دود یې ژوندی ساتلی دی. دی وایي، چې که څه هم کارونه یې د پخوا په پرتله کم شوي، خو بیاهم ډيری خلک ورباندې غنم او جوار اوړه کوي.