لوړو زده کړو وزارت وايي، د هغو پوهنتونونو د استادانو معاشونه چې له افغانستانه بهر په زده کړو بوخت دي، له سره کتنه شوې او معاشونه به یې ورکړي. دا خبره د لوړو زده کړو د وزارت ویاند احمد تقي پرون پر خپله ټویټر پاڼه کړې ده. څه موده وړاندې د ا.ا د معاشونو د تنظیم کمیسیون پرېکړه کړې وه چې د هغو استادانو او ملکي کارکوونکو معاشونه کم کړي چې د زده کړو د دوام لپاره بهر ته استول کیږي. دغه کمیسیون د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي و، د هغو استادانو او کارکوونکو میاشتنی معاش چې بهر ته د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره استول شوي او یا په راتلونکي کې استول کېږي، نه ورکول کېږي.