د سره صلیب نړيواله کمېټه وايي چې له تېر کال راهيسې يې په افغانستان کې خپل فعالیتونه دوه برابره زیات کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې مشر، ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو وزارت له سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي سره وليدل. سرچينې زیاته کړې، په پيل کې ایلوا په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې یاد سازمان په افغانستان کې له اوکراین وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی عملیات لري. نوموړي زياته کړه، چې د روغتونونو، روغتيايي روزنيزو ادارو او توقیف خانو اړوندو خدمتونو تر څنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو برخې ته هم خپل فعاليتونه پراخوي. ایلوا وويل چې سږ کال يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات کړي او په ٢٠٢٣م کال کې هم د دغې کچې ساتنې نيت لري.