د ا.ا ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا لخوا د زور او فشار لاره کارول د ملتونو ترمنځ فاصله رامنځته کوي او په وینا یې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې هیڅ گټه نده لرلې او یوازې به د افغانانو په زړونو کې د امریکا پر وړاندې عقده جوړه کړي. ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا اوسمهال د افغانستان ټولو خلکو ته سزا ورکوي خو لا تراوسه یې هم د افغانانو جرم نه دی مشخص کړی، د ده په وینا افغانان د مرستو مستحق دي نه د سزا. مجاهد ویلي چې ا.ا د ټولو افغان ښځو او نارینه وو د حقونو خوندي کولو ته ژمن دی او هڅه کوې داسې یوه خوندي فضا رامنځته کړي چې پکې افغان نجونې د شریعت په چوکاټ کې زده کړې وکړې او ښځې هم خپلو کارونو ته لاړې شي.