امریکا د روسیې له خوا د ایراني بې پیلوټه الوتکو په مټ پر اوکراین باندې د شویو بریدونو په ځواب کې پر تهران نوي بندیزونه لګوي. د کیف ښار اوس د ایراني بې پیلوټه الوتکو له ګواښ سره مخامخ دی. اوکراین وايي، روسیه پر دغه ښار د بریدونو لپاره له ایراني ډرونونو کار اخلي. ایران دغه ادعا ردوي او کریملین یې په هکله څه نه وايي. د سپينې ماڼۍ د ویاندې، د معلوماتو له مخي، ایران په پام کې لري چې نورې ویجاړونکې وسلې هم په اوکراین کې د جګړې لپاره پر روسیې وپلوري. کرین ژان پېر وویل، په دغو اقداماتو کې پر لوړپوړو ایراني چارواکو د بندیزونو لګول او له ایرانیانو سره د اړیکو په برخه کې داسې همکاري شامله ده چې وکولی شي له یوبل سره تماس ونیسي او رسنیو ته لاسرسی ومومي. سپینې ماڼۍ همدارنګه اندېښنه څرګنده کړې چې د ایران د اټومي تړون د بیا عملي کولو پر سر له تهران سره روانې خبرې ښايي په ټپه ودریږي.