د روسیې یوه جنګي الوتکه پرون د ییسک په بندري ښار کې چې اوکراین سره نږدې پروت دی، د خلکو د اوسېدو په سیمه کې لویدلې او۴ تنه پکې وژل شوي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دې الوتکې تمریناتي ماموریت کاوه چې ولوېده او د لوېدو څخه وړاندې یې عملې ځانونه د الوتکې څخه په خوندي توګه لاندې غورځولي دي. په عین حال کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې الوتکه د یوې نهه پوړیزې ودانۍ سره جنګېدلې او د لوېدو څخه وروسته هلته اور هم بل شوی دی. چارواکو همدرانګه ویلي چې په پېښه کې ۶ تنه تري تم شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي هم دي. دغه (Su-32) ډوله بم غور ځوونکې دوه ماشینه الوتکه روسیه د اوکراین په جګړه کې کاروي.