د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، هېواد يې غواړي چې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره مرستې وکړي. هندي رسنيو خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې پرون ددغه هېواد په ګجرات ښار کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال کړې دي. شنکر زياته کړې چې هندوستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ملي پخلاينې او سولې پروسې ملاتړ کوي، څو په افغانستان کې ثبات او سوله رامنځته شي. هغه وايي چې په افغانستان کې تراژيدي رامنځته کېږي، خوهندوستان دا نه شي معلومولی چې هلته څه پېښېږي، دا باید پخپله افغانان معلومه کړي چې په هېواد کې يې څه روان دي. د هند د بهرنیو چارو وزير وايي کوم څه چې اوسمهال هندوستان کولی شي، هغه په دې سختو شرایطو کې له افغانانو مرستې دي. دا په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو پرون خبر ورکړی چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان مرستو او په ځانګړې توګه خوړو ته اړتيا لري. د هند د بهرنیو چارو وزير ويلي چې دوی غواړو خپلو ګاونډیانو سره له نږدې کار وکړي.