اروپايي ټولنې پر ایران د بشري حقونو د سرغړونو له امله نوي بندیزونه ولګول. د ګشت ارشاد پولیس او د هغې مشر، د اطلاعاتو وزیر، د سایبر امنیت پولیسو مشر او د بسیج مصضفین موسسه په دغو بندیزونو کې شامل دي. تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غواړي چې د ایران د ۱۵ دولتي چارواکو شتمنۍ کنګل کړي او اروپايي ټولنې ته د هغوی پر ننوتلو بندیز ولګوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي، هغه کسان چې پر ایراني ښځو، ځوانانو او نارینو ظلم کوي، په دې ډول ورسره حساب کتاب کیږي. په ورته وخت کې د دې ټولنې څو وزیرانو خبرداری ورکړی، چې که د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د ایران د حکومت مداخله ثابته شي، نو پر تهران به نور بندیزونه ولګوي.