د آلمان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي. د آلماني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پرون په برلین کې وویل، د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي. سرچینې زیاته کړې، په دې توګه په افغانستان کې د اوسني حکومت تر واکمنېدو راهيسې، د آلمان حکومت په دغه هېواد کې د خلکو ملاتړ جاري ساتلی دی. په راپور کې راغلي، د پناه غوښتونکو د منلو نوی پروګرام په هغو کسانو تمرکز کوي چې د ښځو او بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا او یا هم د عدالت، سیاست، رسنیو، زده کړې، کلتور، سپورت یا پوهې په برخو کې د کار له کبله یي ځان په خطر کې اچولی وي او شخصاً دی پخپله له خطر سره مخامخ وي. د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر دې خبرې ته هم اشاره کړې، چې د منل کېدو پروګرام لپاره په پام کې نیول شوې اندازه، د هغو شمېرو په اساس ده چې تر مخه موجود ول.