د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اوونۍ د ښځې، سولې او امنیت تر سرلیک لاندې خپله کلنۍ غونډه کوي، خو دا ځل به د افغان ښځو حقونه د دې غونډې د اجندا عمده موضوع وي. د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هېدر بار ویلي چې دا مناظره په افغانستان کې د ښځو او نجونو بېوزله وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره یو ښه فرصت دی. هغې زیاته کړې، له ملګرو ملتونو څخه به وغواړي چې د بشري حقونو د څارنې او ساتنې لپاره لا ډېر کار وکړي او له غړو هېوادونو به وغواړي چې د طالبانو د مشرانو په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو پر ضد اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي نوې ځانګړې استازې پرون د ا.ا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم په اړه خبرې کړې دي.