په ترکیه کې د اتحاد العلماء کنفرانس له علماوو وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو او د افغانستان سرپرست حکومت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او رسمیت پېژندلو کې مثبت رول ولوبوي. د اتحاد العلماء کنفرانس چې دوه ورځې مخکې په ترکیه کې پیل شوی و، تېره ورځ ناوخته د ۱۸ ماده ییز پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېد. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دې کنفرانس کې یې ګډون هم کړی دی، پر خپله ټویټر پاڼه دغه لیک خپور کړی دی. د پرېکړه لیک په ۱۲مه ماده کې راغلي، علماء بايد د اسلامي هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو په پراختیا او د اسلامي هېوادونو لخوا د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مثبت رول ولوبوي. د دغه کنفرانس د پرېکړه لیک په دیارلسمه ماده کې بيا راغلي، له فتحې وروسته چې په افغانستان کې اقتصادي شرايط رامنځته شوي، دا حالت لا هم دعلماؤو مسوولیت ډېروي. د دیني علماوو په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د سرپرست حکومت په استازیتوب ګډون کړی و.