بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په ښوونیز ډګر کې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما نوې مشرې روزا اوتونبایوا وکتل. سرچینې زیاته کړې، په پيل کې د بهرنيو چارو وزير روزا اوتونبایوا ته په افغانستان کې د کار د پیل له امله مبارکي وویله، د همکارۍ ډاډ یې ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه به له خپلې اوږدې تجربې څخه په افغانستان کې د کار پرمهال ګټه پورته کړي. متقي وویل، اوس د دې وخت دی چې نړۍ او افغانستان یو بل سره نږدې شي او یو د بل شرایط، لومړیتوبونه او غوښتنې درک کړي او یوناما دا کار ښه کولای شي. د یوناما مشرې اوتونبایوا د کابل په ګډون په ځینو ښارونو کې د سرپرست حکومت له خوا د بیارغونې د ځینو پروژو د پیل ستاینه کړې ده. نوموړې همداراز ویلي، چې یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي تر څو د باور وړ بانک پیدا کړي. نوموړې همدارنګه د ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده او زیاته کړې یې ده، چې داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړو.