د امریکا ولسمشر جوبايډن ویلي چې پاکستان د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی، ځکه چې اټومي وسلې یې غیر منظمې دي. بایډن دا څرګندونې د امریکا د منځمهاله ټاکنو لپاره د ډیموکرات ګوند د کمپاین کمېټې ته د وېنا پر مهال کړې دي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او په اسلام آباد کې یې د امریکا سفیر احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بیا یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د بایډن په دې څرګندونو حیران شوی دی. بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، چې پاکستان د امريکا سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته لېوال دی. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه واشنګټن ته د سفر پر مهال د امریکا ددفاع وزیر جنرال لویډ اسټن سره هم لیدلي وو.