د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، نور پر اوکراین پراخو هوايي بریدونو ته اړتیا نه شته. نوموړي دا څرګندونې پر اوکراین د روسیې له څو ورځو سختو توغندیزو، راکټي او ډرون بریدونو وروسته کړې، چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو له یرغل راهیسې تر ټولو سخت بریدونه بلل کېږي. نوموړی وايي، ډېری هغه هدفونه ویشتل شوي دي، چې په نښه شوي وو او په وینا یې هدف یې د اوکراین ویجاړول نه دي. پوتین وايي، په دوو اونیو کې به د روسیې هغه هدف پوره شي، چې غواړي درې سوه زره کسان د پوځ لپاره راټول کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې له یرغله اته میاشتې وروسته د اوکراین په ډېری اشغال شویو سیمو کې روسي پوځیان په شاتګ او اوکرایني پوځیان پرمختګ کوي.