د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې له هغو سربازانو سره لیدلي، چې په دې وروستیو کې له پنجشیر ولایت څخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شوي دي. دفاع وازرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مولوي محمد یعقوب مجاهد له دغو سرتېرو سره په کتنه کې افغانستان د ټولو ګډ کور بللی او زیاته کړې یې ده چې د نظام دښمنان غواړي د قوم او مذهب په نوم د افغانانو یووالی له منځه یوسي.