د اسیا د اړيکو او باورجوړونې کنفرانس یا سیکا کډوالو په افغانستان کې د ثبات ترڅنگ د يوه ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. د سیکا کنفرانس غړو هېوادونو شپږمه سرمشريزه پرون د قزاقستان په استانې ښار کې تر سره شوه. دوی دا څرگندونې د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې د اسیا د اړيکو او باورجوړونې کنفرانس یا سیکا د غړو هېوادونو د مشرانو په شپږمې غونډې کې وکړې. په دې غونډه کې د روسیې، ازبکستان، ایران او پاکستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو مشرانو او استازو ګډون او وینای وکړې. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وويل، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید یوه نړیواله ډله جوړه شي. له بل لوري د ایران ولسمشر ابراهیم رییس په دې غونډه کې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. دغه راز د پاکستان صدراعظم شهباز شريف وويل چې يو سوله ایز، باثباته پرمختللی افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی. د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال كريمي وايي ټولې هغه ناستې چې د افغانستان مسایل په کې يو نه يو ډول تر څېړنې او بحث لاندې نيسي او له افغانانو سره د همکارۍ په روحیه باندې ګامونه پورته کېږي او د افغانانو په گټه وي ښه کام دی.