د امریکا په شمالي کارولینا کې په یو وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې یو پولیس افسر دی هم شامل دی. پېښه د دغه ایالت د رالیف په ښار کې شوې ده. د دغه ښار د پولیسو څانګې هم د پنځو کسان وژل کېدل تایید کړي دي. برید ګر نیول شوی دی خو د پېښې دقیق علت معلوم نه دی. پولیسو د نیول شوي کس هویت لا نه دی څرګند کړی دی. د ۲۰۲۲کال له پیل راهېسې تر دې دمه د وسلو سره د تړلو پېښو له کبله څه باندې ۳۴ زره کسان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.