د ایران د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه وايي چې په ایران کې په لاریونو کې لږ تر لږه ۲۸ ماشومان وژل شوي دي. دغې ټولنې د ایران امنیتي ځواکونه غندلي چې د هغو ماشومانو په ضد یې هم له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی، چې په ښوونځیو او سړکونو کې لاریونونو ته راوتلي وو. دې ټولنې په خپله وېب پاڼه کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د شمېرو پر اساس، په دغه تاوتریخوالي کې ۲۸ ماشومان وژل شوي دي چې اکثریت یې په سیستان-بلوچستان کې دي. دې ټولنې دغه راز نیوکه کړې ده چې یو شمېر کورنۍ لا هم نپوهېږي چې ماشومان یې چېرې دي او ځینې قضیې له مدافع وکیلانو پرته مخې ته وړل کېږي.