د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ سره په لیدنه کې ویلي، چې جنګسالاران، اختطافګر او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلی. متقي بېنېټ ته ویلي، پر یو بل د نیوکو پر ځای باید همکاري وشي او حقایق خپاره شي. په دې لیدنه کې ریچارډ بېنېټ د متقي له معلوماتو او وضاحت نه په مننې سره ټینګار کړی چې د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده هر څه په خپلو سترګو وویني او په همدې هدف افغانستان ته راغلی دی.