د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکا د ویزو محدودیتونه اعلان کړل چې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په ځپلو کې لاس لري. د یاد وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په قول ویل شوي چې د محدودیو په دې اقدام کې د طالبانو اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالو سره د نجونو او مېرمنو په ځپلو کې مستقیم او غیر مستقم لاس لري. په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه کسان چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودلو لامل کیږي، د کار او مسلک انتخاب ته د هغوی مخه نیسي، د بیان د آزادۍ خنډ ګرځي هم د امریکا د ویزو له محدودیتونو سره مخ کیږي. په اعلامیه کې ویل شوي سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي خو هغوی د یو لړ پالیسيو په اعلانولو سره د نجونو د تعلیم او په ډېرو برخو کې د مېرمنو د کار مخه نیولې ده. بلېنکن دغه راز ویلي چې هېواد یې پر هغو کسانو د بندیزونو لګېدو لپاره اقدام کوي چې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.