تر اوږده ځنډ وروسته له افغانستان څخه چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه. د چین او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې توکي د افغان سوداګرو او د کام ایر هوايي شرکت ترمنځ د یوې هوکړې له مخې لومړی د کابل څخه متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځای چین ته لیږدول کیږي.