د نایجېریا د سویل ختیځ انامبرا ایالت کې د یوې کښتۍ اوښتلو پېښه کې ۷۶ کسان وژل شوي دي. دا کښتۍ چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې سپاره وو ، د اوګبارو سیمه کې اوښتې او ډوبه شوې ده. د پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي دي. د راپورونو له مخې دغو کسانو د دوی پر سیمه د سیلابي اوبو د ورتلو له کبله خوندي ځای ته د وتلو هڅه کوله چې بېړۍ پرې واوښته. د نایجېریا ولسمشر محمدو بوهاري دا پېښه غم لړلې بللې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. هغه همدا راز د هېواد په کچه د اوبو ترانسپورټي سیستم د خوندیتابه تدابیرو د بیاکتنې امر کړی او ویلي چې د بېړنیو خدماتو غړي باید د بې درکه کسانو موندلو لپاره ټولې لارې چارې وکاروي.