د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي چې طا لبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره کوم ګامونه نه دي اخیستي. نوموړي ویلي، چې نړۍ ځکه اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني چې ټولشموله نه دی او په کور دننه یې د مشروعیت مسئله له ستونزو سره مخ ده. نیکلسون ویلي، چې دوی یو داسې باثباته افغانستان غواړي چې خلک یې له خپلو حقونو برخمن وي او ګاونډيان او د نړۍ هېوادونه ورڅخه د خطر احساس ونه کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت ویلي، چې نړۍ رسمي غوښتنې لري خو حکومت په رسمیت نه پېژني.