د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې لوږې سره د کابو نیمايي افغانانو د مخ والي له امله د دوی په منځ کې د ویروسي ناروغیو د خپرېدو امکان ډیر دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان په ۴۰ میلیونه وګړو کې۱۸ میلیونه او نهه لکه په لوړه کچه د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي چې په نتیجه کې یې د ناروغیو د خپرېدو ویره زیاته شوې ده. د ملګروملتو د دې ادارې له راپور سره سم، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د سپټمبر تر میاشتې پورې له پنځه کلونو کم ۳۴ زره ماشومان د کافي خوړو د نه ورسېدو له کبله روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې مخکې د نړيوالو مرستو له کمېدو سره په افغانستان کې د روغتيايي نظام د سقوط خبرداری ورکړل شوی.