په داسې حال کې چې په ایران کې د مهسا امیني د مړیني په غبرګون کې د خلکو پیل شوي لاریونونه څلورمې اونۍ ته غځیدلي، پرون د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. د کردستان د بشري حقونو د څار ډلو ویلي چې یو شمېر نجونو پرون د ایران د کردستان په ولایت کې د مهسا امیني په ټاټوبي کې لاریونونه کړي او د مېرمنو، ژوند او آزادي شعارونه یې ورکړي دي. دغه لاریونونه په داسې حال کې کیږي چې ایراني ځواکونو هم د لاریون کوونکو په ځپلو لاس پورې کړی دی. د بشري حقونو بنسټ په وینا، د ایران په دغه ولایت او غربي آذربایجان ولایت کې اعتصابونه هم پیل شوي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې دغو اعتراضونو کې تر دې دمه د ۱۹ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.