د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په یوه مرکه کې د ا.ا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د کورني مشروعیت مسله اړینه بللې ده. توماس نېکلسون وایي، تر اوسه سرپرست حکومت د کورني مشروعیت د خپلولو لپاره داسې جرګه نه ده جوړه کړې چې ښځې او نارینه پکې ګډون ولري. نوموړی وايي اروپايي ټولنه داسې افغانستان غواړي چې پهکې د هر وګړي بشري حقونو او ازادۍ ته درناوی وشي. نیکلسون وايي دی په دې بارو دی چې له افغان سرپرست حکومت سره خبرې او تعامل د اوسنیو ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده. خو اسلامي امارت په وار وار په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې اوسنی حکومت ټولګډونه دی.