د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره په لوړه کچه کار روان دی. د هغه په وينا هڅې رواني دي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. د مجاهد د معلوماتو له مخې، د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه کار پیل شوی دی. ا.ا پر افغانستان له بيا واکمنېدو وروسته، له څه باندې يوه کال راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. د نجونو د ښوونځيو بندېدو په هېواد دننه او نړيواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. خو دا ځل د اسلامي امارت د وياند ذبيح الله مجاهد له وروستيو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هرکلی شوی. خلکو ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت چارواکي بايد په دې اړه پر خپلو ژمنو ودريږي او د ملت او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کېږدي.