د ا.ا مشر امر کړی چې د کانونو قراردادونو چارې دې د کانونو او پټرولیم وزارت پر ځای د اقتصادي چارو کمېسیون ته وسپارل شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وايي، د دې کار موخه د کانونو د قانون عملي کول دي، چې له مخې يې د قرارداد له اعلانولو تر عملي کاره ټولې پرېکړې د کابینې او اقتصادي چارو کمېسیون په غونډه کې کېږي خو نوموړي وايي د کانونو وزارت د دغو پرېکړو برخه او د څار مسوولیت لري. د ده په خبره د نوي فرمان له مخې به د کانونو برخه کې ټول کوچني او لوی قراردادونه یاد کمېسیون سمبالوي. برهان دغه راز وویل پر خواله رسنیو هغه راپورونه ناسم دي چې وايي د کانونو او پټرولیم وزارت کې د فساد له امله دا نوی فرمان خپور شوی، هغه ټینګار کوي چې دا ګام د چارو د ښه والي لپاره پورته شوی.