د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، هېواد یې پلان لري چې د افغانستان د پوهنتونونو ۳۰۰ استادان وروزي. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټاکل شوې، چې د دغه هېواد د لوړو زده کړو کمېسیون د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د افغانستان دولتي او خصوصي سکټور استادانو ته د روزنې دا زمینه برابره کړي. محمد صادق ویلي چې په دې اړه یې یو وړاندیز او پروپوزل د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته سپارلی دی. د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې، د دې روزنیز پروګرام د سکالرشیپونو لپاره به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نوم لیکنه کوي. د هغه د معلوماتو له مخې له یادو ۳۰۰ استادانو څخه د ۳۰ تنو لومړۍ ډلې ته به په اسلام اباد کې د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون لخوا روزنه ورکول کېږي. نوموړي ویلي، چې له دې پروګرام څخه یې موخه د افغانستان د اکاډمیکو ادارو ظرفیت لوړونه ده. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.