د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وايي، چې اروپايي ټولنه صبر کولای شي خو د افغانستان اوسني حکومت پر وړاندې د افغانانو او نړیوالې ټولنې حوصله مخ په کمېدو او د فرصت دروازې هم په تړل کېدو دي. نېکلسون کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې طالبان باید د افغانانو، د افغانستان گاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او ټولشموله حکومت رامنځته کړي. هغه همداراز ویلي چې د افغانستان گاونډیان په دې هېواد کې د فعالو ترهگرو ډلو په اړه اندېښنه لري او وایي چې طالبانو لا قناعت نه دی ورکړی چې دغه ډلې به د دوی پر خلاف نه کاریږي.