په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، نو حالت به لا ترینګلی شي. سور صلیب دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او وېره دا ده چې ښايي د تېر کال پرتله سږ کال نړیوال مرستې کمې وي. سور صلیب وايي “لوږه د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی، لسګونه زره کسان بې دندو شوي او د ژوند اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونو سره مخ دي.” د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، په تېره یوه کال کې نږدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي او د روزګار د نشتوالي کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. سره صلیب پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د نور خرابېدو مخنیوي لپاره “پانګونې ته اړتیا ده.” خو ځینې پانګوال بیا په دې باور دي چې پر افغانستان د بندیزونو له امله په دغه هېواد کې د پانګونې بهیر ټکنی شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، لا هم افغان پانګوال له بهره د پيسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.