د ملي دفاع وزارت وایي چې د ځواکونو اړونده د تثبیت رتبې کمېسیون کار پیل کړی دی. د یاد وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کمېسیون چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب په مشرۍ جوړ شوی وو، په رسمي توګه یې خپل کار پیل کړ. په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کمېسیون به د اشغالګرو پر وړاندې د خپلو مجاهدینو د عزت او وقار ساتلو په پار او د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره د هر مجاهد تعلیمي او جهادي اسناد په نظر کې نیسي او دوی ته به مناسبې نظامي رتبې ورکوي. دوه میاشتې مخکې د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي ویلي وو، چې د پوځ شمېر اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي. د اسلامي امارت ویاند پخوا ویلي وو چې راتلونکو دوو کلونو کې به د اسلامي پوځ جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.