د امریکا ولسمشر جوبایډن ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د لاریون کوونکو د ځپلو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله به پرې نور فشارونه هم زیات کړي. بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي امریکا به دا اونۍ د سوله ایزو لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي په مرتکبینو باندې نور اضافي فشارونه راوړي. نوموړی وايي دوی به له ایراني چارواکو سره حساب او کتاب او د ازادو لاریونونو لپاره د ایرانیانو د حق دفاع کول روان وساتي. نوموړي دا نه دي ویلي چې په ایران باندې به څه ډول فشارونه زیاتوي. هغه زیاته کړه چې د لاریون کوونکو د سختې ځپنې د راپورونو په اړه ډېر اندېښمن دی او واشنګټن د ایران د ټولو اتباعو تر څنګ، چې نړۍ ته الهام بخښي، ولاړ دی. د راپورونو له مخې د ایران په لاریونونو کې تر دې دمه شاوخوا ۹۰ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور ټپيان دي.