د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو او قونسلګرۍ د فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره له لاسه وتلي باور ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري. جي شنکر وايي تر هغه وخته چې شته ستونزې حل نشي هند نشي کولی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې را ژوندۍ کړي. که څه هم یو شمېر هندي ډیپلوماتان په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره حضور لري نوی ډیلي په افغانستان کې کوم سیاسي یا قونسلي فعالیت نه دی پيل کړی. خو د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ مسلې ته هم اشاره کوي، هغه وايي اوس هند د واکمن دولت د هڅو له امله په نړۍ کې په دې اړه چې پاکستان د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړ دی پیاوړې اجماع او پوهاوی رامنځته شوی دی.