د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د انکشافي کارونو په ترسره کولو د ټينګار ترڅنګ وايي، افغانان بايد ډله ييز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زیان رسوي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست مولوي اميرخان متقي سره وكتل. سرچينې د نيکلاسن له قوله ويلي، اروپايي ټولنې، امریکا او شریکان یی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې یواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای، په کار ده چې انکشافي کارونه ترسره شي. سرچینه زیاتوي، د اروپایی ټولني پلاوي په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشاري سره زياته کړه چې افغانان باید ډله ییز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زیان رسوي.