د افریقایي هېواد سومالیا په مرکزي ښار بلد وین کې د دریېو موټر بم ځانمرګو بریدونو له امله د یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون تر ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، دوه بریدونه یو په بل پسې وشول او درېیم یې لږ روسته ترسره شو. لومړي بریدونه د لاما-ګالای پوځ مرکز په نښه کړی دی. په دې مرکز کې د سیمه ییز حکومت ادارې هم فعالیت کوي. په وژل شویو کې د حیران د سیمې مرستیال والي شیخ مادي او د روغتیا وزیر محمد احمد هم شامل دي. د پولیسو یوه مشر محمد معلم علي ویلي چې ایالتي وزیران او کمېشنران هم په وژل شویو کې شامل دي. د هغه په وینا، بریدګرو خپل له چاودېدونکو توګو ډک موټرونه پرون د یوې ولسوالۍ د ودانۍ په لنډې فاصلې کې وچول. عیني شاهدانو ویلی چې چاودنې لویې وې او ډېرې ودانۍ یې ورانې کړې دي. د راپورونو له مخې، ددغو بریدونو مسئولیت د الشباب ډلې اخیستی دی.