د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې فلای دبۍ هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي. د دې وزارت مسوولین زیاتوي، د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي چلند د شرکتونو ټولو الوتنو ته شرایط برابر شوي دي. د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وايي چې دوی د ټکټونو پلورلو او د الوتنو پیلولو لپاره یوې یا یوې نیمې میاشتې ته اړتیا لري چې سیستمونه یې بېرته فعال شي او د ټکټ پلورل پیل شي او په یوه میاشت کې به کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي. په ورته وخت کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي، دمګړۍ هره ورځ په کور دننه او بهر ته شاوخوا ۳۰ الوتنې ترسره کېږي. له بل لوري د سیاحتي شرکتونو ځینې مسوولین وايي، له یوه کال راهیسې د نړۍوالو الوتنو د کمېدو له امله يې عاید کم شوي دي. له دې سره هممهاله ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکش ایر لاینز الوتنې به هم د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې کابل او مزارشریف ته پیل شي.